په برېتانیا کې د مسلمانانو تر ټولو په ستره کالنۍ غونډه کې به شاوخوا ۴۰ زره تنه ګډون وکړي.
دا غونډه پرون(جمعه) د همپشایر په اوکلنډ فارم الټن سیمه کې پیل شوې او د یکشنبې تر ورځې دوام کوي.
د دې غونډې یو برخوال فرازاحمد، چې سهار وختي یې ځان هلته رسولی وايي، دا غونډه له دې سره مرسته کوي چې د اسلام په اړه ناوړه تعبیرونه پای ته ورسیږي او نړیوالو ته وښودل شي چې مسلمانان څه ډول عقاید لري.
دا په برېتانیا کې د مسلمانانو ۵۷ مه ستره کالنۍ غونډه ده. دا غونډه د ۵ زره رضاکارو په مرسته جوړېږي.