جوبایډن: د سعودي عربستان او اسراییل اړیکې ممکن بیرته عادي شي

د سعودي عربستان او اسراییلو بیرغونه

د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه په جده کې له سعودي چارواکو سره د امریکا د ملي امنیت د سلاکار له خبرو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون (جمعه وویل) چې ښايي موافقه وشي.

ښاغلي بایډن چې د مین ایالت په فري پورټ ښار کې د خپل انتخاباتي کمپاین پلویانو ته وینا کوله، وویل: " احتمال شته چې اړیکې بېرته عادي شي."

ده د دوو خواوو ترمنځ د احتمالي جوړجاړي جزییاتو ته اشاره ونه کړه.

امریکايي چارواکي له څو میاشتو راهیسي د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ د تاریخي جوړجاړي په لټه کې دي خو سعودي عربستان تراوسه پورې لېوالتیا نه ښيي.