د ملي مقاومت مخالفې جبهې په کاپیسا کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

ارشیف: د ملي مقاومت جبهې غړي

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې یوځل بیا ادعا کړې چې وسله‌والو یې په کاپیسا ولایت کې درې طالبان وژلي دي.

دې جبهې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې دا طالبان یې تېره شپه د کاپیسا د دویمې حصې په ولسوال کې د عملیاتو پرمهال وژلي.

نوموړې جبهې د سه‌شنبې په ورځ هم په نورستان، لغمان او ننګرهار کې د ۳ طالبانو د وژنې او د یو بل د ټپي کېدو ادعا کړې وه چې وروسته طالبانو رد کړه.

د افغانستان په ډېری سیمو کې خپلواکو رسنۍ معلوماتو ته لاسرسی نه لري نو ځکه د جګړې د بېلابېلو لوریو د ادعاوو رښتینولي تل له ننګونو سره مخ وي.

د مقاومت جبهې وروستۍ ادعا هم خپلواکو سرچينو نه ده تاييد کړې.