د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور له حقیقت لرې وباله

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې مخکېنۍ غونډې انځور

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له حقیقت لرې دي او حکومت يې له القاعده شبکې سره اړیکې نه لري.

مجاهد نن پر خپل ټویټر لیکلي، دا ډول راپورونه ناسم دي او القاعده شبکه اوسمهال په افغانستان کې شتون نه لري.

مجاهد زیاته کړې، د طالبانو حکومت به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، القاعده شبکې د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د طالبانو د حکومت په دولتي ادارو کې نفوذ کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، القاعده شبکه له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو د ژمنې له امله په افغانستان کې پټ فعالیتونه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې راپور کې ویل شوي، د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې لا هم نږدې او د متقابلې همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.