ټاکل شوې چې د مرکزي اسیا د فوټسال په پيل شویو سیالیو کې افغانستان خپله څلورمه سیالي له کوربه تاجکستان سره ترسره کړي.
د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، دغه سیالي به نن د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.
د مرکزي اسیا یا کافا د فوټسال په پیل شویو سیالیو کې افغان لوبډلې تر دې دمه له قرغزستان او ازبیکستان خپلې سیالۍ ګټلي دي، خو د ایران پر وړاندې یې بیا ماتې خوړلې ده.
باید وویل شي چې افغان لوبدله به خپله وروستۍ سیالي له ترکمنستان سره ترسره کوي.