عاشورا مراسم؛ طالبانو په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه بند کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د محرم نمانځنې لپاره چمتووالی

نن د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د شیعه‌ګانو له‌خوا د محرم د لسمې د عاشورا د ورځې مراسم ترسره شول.

یو شمېر ماتم‌کوونکي وایي، مراسم تراوسه په ښه توګه ترسره شوي دي او کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

خو یو شمېر نور بیا وايي، د تېر په پرتله سږ کال په دې مراسمو محدودیتونو ډېر وو.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا، د دغو بندیزونو لامل د یادو مراسمو د ماتم‌کوونکو د امنیت تامینول یاد کړي دي.

له بلې خوا د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مخابراتي شبکو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي، د عاشورا په مراسمو کې د امنیت د تامین په موخه يې د سهار له شپږو د ماښام تر اتو بجو پورې په کابل او مزارشریف کې ټولې مخابراتي شبکې بندې کړي دي.