روسیه کې یو ټکسي چلوونکی په ۱۸ کاله بند محکوم شو

ولادیمیر زولوتاریوف

روسیه کې یو ټکسي چلوونکی په ۱۸ کاله بند محکوم شو.

نن یوې محکمې دغې ټکسي چلوونکي ته چې تېر کال يې په کومسومولسک ان امور ښار کې د ملي ګارډ مرکزي دفتر ته اور اچولی و د ۱۸ کاله بند سزا واوروله.

ټکسي چلوونکی چې ولادیمیر زولوتاریوف نومېږي، محکمې يې دا عمل ترهګرۍ ته چمتووالی او د قانون پر پلي کېدونکو برید ګڼلی دی.

ټکسي چلوونکي په خپل جرم اعتراف نه دی کړی او ویلي دي چې دا کار یې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اعتراض کې کړی دی.

د ۲۰۲۱ د فبروري راهیسې له کله چې مسکو پر اوکراین برید کړی دی په ټوله روسیه کې د پوځي تجهیزاتو پر مرکزونو او نورو ادارو د اورلګېدنې داسې په لسګونو بریدونه شوي دي.