رینا امیري: افغانستان د ټول ګډونه حکومت جوړولو او د ښځو د حقونو تامین ته اړتیا لري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري - ارشیف

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره تر خبرو وروسته ویلي چې ډېر لوری دا خبره مني چې پراخ بنسټه حکومت او د ښځو حقونه د افغانستان د اقتصادي ثبات، امنیت او سولې لپاره مهم دي.

رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په دې وروستیو کې په استانه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له یوشمېر چارواکو سره ولیدل.

هغې نن پر خپل ټویټر لیکلي چې د منځنۍ اسیا له چارواکو سره د دوی په خبرو کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ډيپلوماتیکو هڅو پر دوام هم موافقه وشوه.

دوی استانې ته خپل سفر د جولای په ۲۶مه پیل کړ او پام کې ده چې د قطر پلازمېنې دوحې ته هم ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې امیري او ویسټ به په دوحه کې د افغان ښځو د حقونو، امنیت، اقتصاد او د مخدرو موادو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو د هڅو په اړه د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.