سوریه: د شیعه ګانو یوه زیارت ته نږدې ۶ تنه په یوه چاودنه کې وژل شوي

د پېښې سیمه

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د شیعه ګانو یوه زیارت ته نږدې په موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو منفجره موادو چاودنې له کبله، لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.

پرونۍ چاودنه داسې وخت وشوه، چې نن شیعه ګان د عاشورا د ویر مراسم لمانځي.

د سوریې روغتیا وزیر حسن الغباش په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې چاودنه کې ۲۶ کسان ټپیان شوي هم دي.

چارواکو په لومړیو کې ویلي وو بم په یوه ټکسي موټر کې ځای پر ځای شوی و، خو وروسته یې وویل چې منفجره مواد ټکسي ته نږدې په یوه موټرسایکل کې پټ کړای شوي وو.