سور صلیب: د هرات ۵۰۰ زره اوسېدونکو ته مو د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې

د افغانستان لوی ښارونه تر نورو زیات د څښاک اوبو د کمښت ستونزه لري

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی په افغانستان کې د زرګونو کورنیو یوه داسې ستونره ده چې هره ورځ ورسره مخامخ کېږي.

د دغې کمېټې د افغانستان څانګې پرون (پنجشنبې) په یوه ټویټ کې ویلي، د روان میلادي کال له پیله یې په هرات کې د اوبو رسولو یوې شبکې ته ۹ جنراتورونه او تخنیکي وسایل ورکړي چې اوس کابو ۵۰۰ زره تنو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

پرله پسې وچکالۍ او د اوبو په مصرف کې اسراف د افغانستان په ښارونو؛ په تېره بیا کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټیته کړې ده.

د ملګروملتونو د اعلان پر اساس، افغانستان له لسو هغو هېوادونو څخه دی چې اقلیمي بدلون یې زیات ګواښي.