ویسټ: د منځنۍ اسیا چارواکو سره مې پر افغانستان ګټورې خبرې لرلې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ویسټ پرون (پنجشنبې) ناوخته په څو ټویټونو کې ویلي، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې یې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو او امریکا د استازو په غونډه کې د افغانستان په اړه د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له همکارانو سره ولیدل او د افغانانو په ګډ ملاتړ یې تینګار وکړ .

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز لیکلي چې په دې کتنه کې یې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو له استازو سره د افغانستان د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري اړتیاوو په شمول پر مهمو مسلو ګټورې خبرې کړي دي.

ټاکل شوې، چې ټام ویسټ او د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ژر په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي سره وویني.

طالبانو ویلي، په دې کتنه کې به له امریکايي لوري سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او له تور لیست څخه د یو شمېر طالب مشرانو د نومونو د لېرې کېدو په اړه خبرې وکړي.