فوټسال؛ افغانستان له تاجکستان سره سیالي کوي

د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي د تمرین پر مهال

ټاکل شوې چې د مرکزي اسیا د فوټسال په پيل شویو سیالیو کې افغانستان خپله څلورمه سیالي له کوربه تاجکستان سره ترسره کړي.

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، دغه سیالي به د کابل پر وخت سبا د جمعې په ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.

د مرکزي اسیا یا کافا د فوټسال په پیل شویو سیالیو کې افغان لوبډلې تر دې دمه له قرغزستان او ازبیکستان خپلې سیالۍ ګټلي دي، خو تېره ورځ یې ۵ د یو پر وړاندې د ایران په مقابل کې ماتې وخوړه.

د ویلو ده چې تر دې دمه د نومرو په جدول کې افغانستان په څلورم مقام کې ځای لري.