د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن هم درې سیالۍ ترسره شوې چې پرتګال خپله سیالي وګټله.
د نن ورځې لومړۍ سیالي د امریکا او نیدرلینډ ترمنځ وه چې یو د یو پر وړاندې په برابره توګه پای ته ورسېده.
بل لورته د ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا پرتګال دوه د صفر پر وړاندې ویتنام ته ماتې ورکړه.
د نن ورځې درېیمه سیالي د کوربه اسټرالیا او نایجریا ترمنځ پيل شوې چې تر دې دمه هېڅ لوبډلې ګول نه دی وهلی.
باید وویل شي چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام د سبا ورځې په سیالیو کې به ارجنټاین د سویلي افریقې، انګلستان د ډنمارک او چین د هایتي پر وړاندې سیالۍ وکړي.