کرکټ؛ د هند او وېسټ اینډیز ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي

د هند کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي

ټاکل شوې چې نن به هندوستان او وېسټ اینډیز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

دواړو لوبډلو تر دې وړاندې د ټېسټ سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه چې یو د صفر په مقابل کې هندۍ لوبډلې وګټله.

د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم د وېسټ اینډیز په کوربتوب په بریجټاون کې پیلېږي.

د کرکټ یادې لوبډلې به لومړی د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ولوبوي او بیا به ۵ شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړي.

باید وویل شي چې وېسټ اینډیز د لومړي ځل لپاره ونه توانېده چې د لارموندنې په پړاو کې ۵۰ اوریز نړیوال جام ته لار پیدا کړي.