د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د اشیز ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن د لندن په اوول لوبغالي کې پیل شوه.
د دې لوبلړۍ په ترڅ کې تر دې دمه اسټرالیا دوه د یو پر وړاندې مخکېوالی لري.
که څه هم د څلورمې لوبې په لومړنیو درې ورځو کې انګلستان د بریا ډېر چانسونه درلودل، خو د پرلهپسې ورښت له امله یاده سیالي بې پایلې تمامه شوه.
د دې تاریخي ټېسټ لوبلړۍ ټراپي یو وار بیا له اسټرالیا سره پاتې شوه.
په وروستۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا پچه ګټلې او انګلستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې ده.