دوحه کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د متقي په مشري یو پلاوی ځي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تایید کړه چې د دوی د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی به له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په یوه ټویټ کې وویل چې دغه پلاوی به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي.

نوموړي ویلي چې په دې خبرو کې به د بنديزونو او تور لېستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه د دوی لپاره لومړيتوب ولري.

د نوموړي په خبره پلاوی به یې په دې سفر کې د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

پرون چهارشنبې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي له طالبانو او یو شمېر نورو افغانانو سره د خبرو لپاره قزاقستان او قطر ته روان شوي دي.

د اعلامیې له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به په دوحه کې د طالبانو د استازیو او د یو شمېر مهمو وزارتونو د تکنوکراتو کادرونو له پلاوي سره د افغانستان پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په هغو موضوعاتو کې به چې په دې خبرو کې لومړیتوب ورکول کېږي، د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو دوام، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او هم د نشه یي موادو د تولید او قاچاق په وړاندې د مبارزې مسایل شامل وي.

دغه امریکایي ډیپلوماټان به د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له استازیو سره هم د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.