سپینې ماڼۍ 'جنرال ډیویډ الوین' د امریکا د هوايي ځواکونو نوی مشر نومولی

سپینه ماڼۍ

سپینې ماڼۍ د امریکا د هوایي ځواکونو د نوی مشر په توګه هغه جنرال نومولی چې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د پوځي روزنې تجربه لري.

د اسوشېټېټډپرېس آژانس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ په هغه بیان کې چې د امریکا کانګرس ته یې پرون چهارشنبې استولی، ویلي چې جنرال ډیویډ الوین یې د هوایي ځواکونو د نوي مشرپه توګه نومولی دی.

د راپور له مخې پر دې سربېره چې نوموړی د پوځي الوتکو د څه باندې ۴۶۰۰ ساعتونو الوتنو تجربه لري، په افغانستان کې یې د ناټو په مشرۍ د روزنې او هم په دې هېواد کې د جنګي عملیاتو د جزوتامونو مشري کړې ده.

که کانګرس د نوموړي ټاکنه تایید کړي، هغه به د امریکا د هوایي ځواکونو د اوسني قومندان جنرال چارلز کوینټون براون ځای نیسي چې ویل کېږي سپینه ماڼۍ د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د نوي لوی درستیز څوکۍ ته په پام کې نیولی دی.