سپینې ماڼۍ تایید کړه چې یوې روسۍ جېټ جنګي الوتکې پرون چهارشنبې د سوریې په هوایي قلمرو کې پر یوې امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې یا ډرون برید وکړ.
دا په روانه میاشت کې د هغو ځورونکو چلندونو شپږمه پېښه ده چې کړکېچ یې زیات کړی دی.
متحدو ایالتونو ویلي چې روسي جنګي الوتکې امریکایي بېپیلوټه الوتکو یا ډرونونو او نورو الوتکو ته په ډېر نږدې واټن کې د الوتنې خطرناک مانورونه سرته رسوي چې هم د الوتکو عمله او هم الوتکې له خطر سره مخامخ کوي.
دوو امریکایي چارواکو چې د دغې موضوع په اړه یې په عام محضر کې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، اسوشېټېډپرېس آژانس ته تایید کړه چې په دغه برید کې امریکایي MQ-9 Reaper ډرون ته زیان رسېدلی.