قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې کېږي

د دوحې یوه څنډه

د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي له طالبانو او یو شمېر نورو افغانانو سره د خبرو لپاره قزاقستان او قطر ته روان شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د دوی استازې رینا امیري به تر راتلونکې دوشنبې پر دې سفر بوخت وي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله له طالب استازو او افغانو سره د امریکایي ډیپلوماتانو خبرې به د افغانستان پر اوسني بشري وضعیت، د ښځو پر حقونو او امنیتي مسئلو ورټولې وي.

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي هم له امریکایي ډيپلوماتانو سره د افغانستان پر وضعیت غږږي.

تراوسه معلومه نه ده چې د طالبانو د حکومت کوم استازي دوحه کې له دغو امریکایي ډيپلوماتانو سره ګوري.