د بېلاروس ختیځ کې د واګنر ډلې پوځي تجهیزات او ګاډي لیدل شوي

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د بېلاروس په ختیځ کې د واګنر جنګیالو کمپ ته نږدې ۷۵۰ بېلابېل ډوله پوځي تجهیزات او ګاډي لیدل شوي دي.

د بېلاروس په ختیځ کې هغه کلي ته د تجهیزاتو او زغره‌والو ګاډو کاروانونه روان دي چې ګمان کېږي د واګنر اجیرې ډلې جنګیالي په کې ځای پر ځای شوي دي.

د واګنر ډلې مشر یفګیني پریګوژین او زرګونه غړي یې تېره میاشت په روسیه کې له وسله‌وال بغاوت وروسته د یوې هوکړې له مخې بېلاروس ته ولېږدول شول.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د بېلاروس په ختیځ کې د واګنر جنګیالو کمپ ته نږدې ۷۵۰ بېلابېل ډوله پوځي تجهیزات او ګاډي لیدل شوي دي.

د بېلاروس چارواکو ویلي، دوی دغلته د واګنر ډلې لېږدونکي وسایل او تجهیزات ثبتوي او وروسته د هغوی په اډه کې ځای پر ځای کېږي.

تر دې وړاندې د ناټو یو شمېر غړو له هغې ډلې پولنډ او لېتوانیا په بېلاروس کې د واګنر جنګیالیو په ځای پر ځای کېدو اندېښنه ښودلې ده.