د ناټو ـ اوکراین شورا د تور سمندرګي د امنیت پر موضوع خبرې کوي

د تور سمندرګي یوه څنډه

ټاکل شوې چې د ناټو ـ اوکراین نوې تاسیس شوې شورا نن په لومړنۍ غونډه کې د تور سمندرګي د امنیت پر موضوع خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسي وویل، له دغې غونډې مخکې یې د بریتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره پر دې خبرې وکړې چې په څه ډول کېدای شي نړیوالو بازارونو ته د اوکراین د غلو د صادراتو مسله یقیني شي.

هغه ویلي، په ځانګړې توګه سلامشورې د تور سمندرګي، د دوی د بندرونو او غلو دانو د صادراتو د امنیت پر موضوع څرخېدې.

د ناټو ـ اوکراین شورا شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په لېتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې په ترڅ کې کې جوړه شوه.

دا شورا په بروکسل کې د سفیرانو په سطحه دا غونډه داسې مهال جوړوي چې روسیې له دې ډډه کړي چې له تور سمندرګي څخه د اوکراین د غلو د صادراتو موافقه چې د اعتبار موده یې د جولای په اولسمه پای ته ورسېده، تمدید کړي.