د افغانستان په اړه ارزونه؛ د بشري حقونو مسئلې ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه وشوه

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور

د بشري حقونو څار سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' وایي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ارزونه باید د بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو د حقونو مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.

هیومان رایټس واچ د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ته په وړاندیز شوي وړاندیز کې ویلې چې ځانګړی همغږه کوونکی باید ډاډ ترلاسه کړي چې په خپله ارزونه کې د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو غږ اورېدل کېږي او دغه ارزونه باید د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د مسوول پېژندلو او د دغو سرغړونو د مخنیوي لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مشرې هیدربار په هغه اعلامیه کې چې نن چهارشنبې دې سازمان خپره کړې، په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه وضعیت یاد کړی او ویلې یې دي چې دغه خپلواکه اروزنه کولای شي د دغه ناوړه وضعیت پر وړاندې نړیوالو غبرګونونو ته په اغېزمن ډول لارښونه وکړي، خو د دې کار لپاره اړتیا ده چې د ښځو او نجونو حقونو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو قربانیانو ته لومړیتوب ورکړل شي.

هیدربار ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ښځې او نجونې یې تر ډېر فشار لاندې راوستې او هغوی داسې احساس کوي چې نړیوالو له پامه غورځولې دي.

طالبانو په خپله واکمني کې چې څه باندې دوه اوونۍ وروسته یې دوه کاله پوره کېږي، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي او هم یې ښځې په نادولتي موسسو کې له کار کولو راګرځولې دي.

طالبانو په وروستي اقدام کې په افغانستان کې د ښځو ټول سینګارځایونه هم وتړل.

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپله خپلواکه ارزونه د روان کال د نومبر میاشتې تر پایه بشپړه کړي.