امریکا د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوکراین ته اضافي امنیتي مرسته اعلان کړه

د پنټاګون یوه څنډه

متحدوایالتونو پرون د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوکراین ته اضافي امنیتي مرسته اعلان کړه.

د نوې مرستې په کڅوړه کې د پنټاګون له وسله تونونو څخه د هوايي مدافعې مهمات، زغرګاډي، د زغرګاډو ضد وسلې او نورې پوځي مرستې شاملې دي څو اوکراین وکولای شي خپلې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي او د روسیې د توغندويي حملو پر وړاندې خپله دفاع وکړي.

پنټاګون دا مرسته وروسته له هغه اعلان کړه چې اروپايي ټولنې پرون له اوکراین سره د یونیم میلیارد یورو نوې مرستې ژمنه وکړه څو د اوکراین پر بندري ښار ادیسې او پلازمېنه کییف، د روسیې د هوايي حملو په نتیجه کې ویجاړ شوي تاسیسات ورغوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په خپل بېګاني ویډیويي پیغام کې د امریکا له مرستې څخه مننه وکړه.