د مقاومت ملي جبهې په درېيو حملو کې د درېيو طالبانو د وژلو ادعا کړې

ارشیف: د مقاومت جبهې غړي

د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې په درېیو جلا حملو کې د درېیو طالبانو د وژلو او د یوه بل د ټپي کېدو ادعا کړې.

دې جبهې په يوه بیان کې چې پرون پر ټویټرخپور شو ويلي چې د دوی په حملو کې په لغمان کې یو تن او په نورستان کې دوه طالبان وژل شوي دي.

د بیان له مخې په ننګرهار کې هم د دې ډلې په برید کې يو طالب وسله وال ټپي شوی.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.