اندونيزيا: جکارتا ته د طالبانو سفر رسمي نه و

د طالبانو بیرغ

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت پرون تایید کړه، چې د طالبانو د حکومت استازو د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې دغه هېواد ته غیر رسمي سفر کړی دی.

په جکارتا کې د بهرنیو چارو وزارت دا خبر پرون تایید کړ، خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي وو، چې په اندونیزیا کې یې د ځینو هېوادونو له استازو سره کتنې درلودې.

له لندنه خپرېدونکې خپرونې نیو عرب ډاټ کام ویبسایټ پرون خبر ورکړی، چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تویکو فیض اسیه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "زما د معلوماتو له مخې د طالبانو استازو په جکارتا کې د افغانستان د ډیپلوماتیک ماموریت په تړاو انډونیزیا ته غیررسمي سفر کړی و."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د جولای پر ۱۴مه په یوه ټویټ کې ویلي وو، چې د دوی د حکومت یوه «لوړ رتبه ډیپلومات» اندونیزیا ته د ورغلي هیئت مشري کوله.

خو د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا د کوم هیئت سفر ځکه نه ګڼل کېږي، چې د یوه هیئت سفر باید یو ډول رسمیت ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي، چی د دوی د بهرنیو چارو وزارت هیئت په انډونیزیا کې د سریلانکا، بنګله‌دېش او سینګاپور له سفیرانو سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.

د اندونیزیا په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.