د هندوستان کرکټ بورډ ادارې نن په یوې رسنیزې خبرپاڼې کې د خپلو راتلونکو سیالیو مهالوېش اعلان کړی، چې په کې له افغانستان سره درې شل اوریزې سیالۍ هم شاملې دي.
یاد بورډ لیکلي دي، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې به افغان لوبډله په لومړي ځل له هند سره د دوه اړخیزې لوبلړۍ د لوبولو لپاره هند ته سفر کوي او درې شل اوریزې سیالۍ به لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لومړنۍ شل اوریزه سیالي به د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه په موهالي لوبغالي کې وي.
دغه راز دویمه سیالي د همدې میاشتې په ۱۴مه نېټه په ایندور ښار کې پلان شوې ده.
د دواړو ملکونو ترمنځ وروستۍ سیالي به د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په بنګلور ښار کې ترسره شي.
د افغانستان او هندوستان ترمنځ لومړنۍ تاريخي ټیسټ سیالي هم، همغلته ترسره شوې وه.
افغان کرکټ بورډ ادارې یوه اونۍ وړاندې د خپلو راتلونکو سیالیو مهالوېش خپور کړی و.
په دغه مهالوېش کې له هند سره د درې یو ورځنیو سیالیو یادونه شوې وه.
د ویلو ده، چې تر دې دمه افغانستان او هندوستان د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نه دي لوبولي.