د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ کولمبیا او فیلیپین خپل سیالان مات کړل

د ښځینه فوټبال سیالیو یوه څنډه

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د نن ورځې په سیالیو کې کولمبیا او فیلیپین هېوادونو خپلې سیالۍ ګټلې دي.

د ورځې لومړۍ سیالۍ د کولمبیا او جنوبي کوریا ترمنځ وه چې دوه د صفر پر وړاندې کولمبیا وګټله.

دغه راز په دویمې سیالۍ کې فیلیپین یو د صفر پر وړاندې کوربه نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه.

د نن ورځې په درېیمې سیالۍ کې سویس او ناروې مخ شول، خو لوبه په برابره توګه پرته له ګول وهلو پای ته ورسیده.

ټاکل شوې، چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام په سبانیو سیالیو کې جاپان د کاستاریکا، هسپانیا د زیمبیا او کاناډا د ایرلینډ پر وړاندې سیالۍ وکړي.