عبدالحی عابر ازادۍ راډیو ته: زه ژوندی یم

د افغانستان مشهور ویاند، ژباړن او دیکلماتور

د افغانستان مشهور ویاند، ژباړن او دیکلماتور عبدالحی عابر، د خپلې مړینې خبر رد کړ.

هغه نن سې شنبه( د زمري درېیمه) ازادي راډیو ته وویل، چې ژوندی او روغ رمټ دی.

ښاغلي عابر وویل:" نن څو تنو راسره اړیکه ونیوله. زما د مرګ خبر دروغ دی. زه ژوندی او روغ رمټ یم."

د ښاغلي عابر د مړینې خبر، د دوشنبې په ورځ( د زمري دویمه) په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی و.

یو شمېر رسنیو هم د نوموړي د مړینې خبر خپور کړی و.

عبدالحی عابر، د افغانستان په ډېرو رسنیو کې کار کړی.