د اروپايي ټولنې د کرنې وزیران له اوکراینه د غلې د لېږدولو پر لارو چارو بحث کوي

د اروپايي ټولنې پارلمان پر ودانۍ د اوکراین او د دې ټولنې د غړیو هېوادونو بیرغونه

د اروپايي ټولنې د کرنې وزیران په بروکسل کې په یوه غونډه کې راټول شوي څو له اوکراین څخه د غلې د لېږدولو پر لارو چارو بحث وکړي.

د اوکراین د غلو دانو صادرات وروسته له هغه بند شول چې روسیه د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د لېږد له موافقې ووته.

د اروپايي ټولنې د کرنې وزیران غواړي د جګړه ځپلي اوکراین د ګاونډیو هېوادونو د بزګرانو لپاره د غلې بیې هم ثابتې وساتي.

د اوکراین د غنمو د موافقې له لغو کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دا وزیران غونډه کوي.