د ملګرو ملتونو کارپوهانو د زاپوریژیا د اټومي بټۍ ته څېرمه ماینونه موندلي

د زاپوریژیا اټومي یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره وايي، کارپوهانو یې د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ ساحې ته څېرمه د پرسونل ضد ماینونه موندلي دي.

دا بټۍ د روسي ځواکونو په ولکه کې ده.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د کارپوهانو ډلې د اټومي بټۍ د منځنۍ او باندنۍ ساحې د احاطې ترمنځ په صفري زون کې یو شمېر ماینونه لیدلي دي.

په بیان کې راغلي چې د دې ماینونونو شتون د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې د مصوونیت او د اټومي خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې دی.

زاپوريژیا چې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ په‌کې ده، پر اوکراین د روسیې د یرغل په لومړیو کې د روسي ځواکونو لاس ته ولوېده.