بلېنکن له بوټو سره د افغانستان په ګډون پر سیمه ییزو اندېښنو خبرې کړي

تصویر آرشیف: بلاول بوتو زرداری وزیر خارجه پاکستان و انتونی بلینکن وزیر خارجه ایالات متحده امریکا

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له خپل پاکستاني سیال سره یې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي.

انټوني بلېنکن نن سه شنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له بلاول بوټو زرداري سره یې ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د اقتصاد پر بیا غوړېدا او ګډ مشارکت هم بحث کړی.

نوموړي نه دي ویلي چې د افغانستان او سیمې په تړاو د واشنګټن او اسلام اباد ګډې اندېښنې څه دي، خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو تور پورې کړی چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو نړیوالو ترهګرو ته پنا ورکړې ده.

طالبانو دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، له افغانستانه هېڅ چاته ګواښ نه پېښېږي.