د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ ایټالیا، جرمني او برازیل خپل سیالان مات کړل

د ښځو د فوټبال جام یوه څنډه

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن هم درې سیالۍ ترسره شوې چې ایټالیا، جرمني او برازیل خپلو سیالانو ته پکې ماتې ورکړې.

د ورځې لومړۍ سیالي ایټالیا او ارجنټاین ترسره کړه چې یو د صفر پر وړاندې ایټالیا وګټله.

په دوېمې سیالۍ کې جرمني د ۶ ګولونو په توپیر مراکو ته ماتې ورکړه، د مراکو لوبغاړې د لوبې تر پایه په ګول وهلو بریالۍ نه شوې.

د F ګروپ د نن ورځې وروستۍ سیالي بیا د برازیل او پانامه هېواد ترمنځ وه چې برازیلۍ لوبډلې ۴ د صفر په مقابل کې وګټله.

د دغه نړیوال جام په ترڅ کې به سبا هم درې سیالۍ ترسره شي چې کلمبیا به د جنوبي کوریا، نیوزیلینډ به د فیلیپین او سویسزرلینډ به د ناروې پر وړاندې سیالۍ وکړي.