د افغانستان فوټسال لوبډلې ازبکستان ته هم ماتې ورکړه

د نننۍ سیالۍ یوه څنډه

د مرکزي اسیا د فوټسال د سیالیو په ترڅ کې د افغانستان ملي لوبډلې ۴ د ۳ پر وړاندې د ازبکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا په روانو سیالیو کې د افغان لوبډلې پرله پسې دویمه بریا ده.

افغان لوبډلې پخپله لومړۍ سیالۍ کې قرغیزستان ته ۵ د ۴ پر وړاندې ماتې ورکړې وه.

د ازبکستان پر وړاندې سیالي نن د کابل پر وخت ۴:۳۰ بجې په تاجکستان هېواد کې پیل شوې وه، چې د لوبې په وروستۍ شېبه کې افغان لوبډلې د څلورم ګول په وهلو سره وګټله.

د ویلو ده، چې افغان لوبډله به خپلې راتلونکې سیالۍ له ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو سره ترسره کوي.