د اندونیزیا سواحلو کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله ۱۵ کسان مړه شوي

ارشیف

د اندونیزیا د سولاوسي ټاپو سواحلو ته نږدې د لرګي د یوې وړې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې چارواکو دغه شمېرې اعلان کړي دي.

دغې اداره په یوه اعلامیه کې ویلي چې بېړۍ د یکشنبې له نیمې شپې وروسته ډوبه شوه.

ویل شوي چې د بېړۍ د ډوبېدو د لامل په اړه پلټنې روانې دي.