چارواکي: په مسکو کې پر ودانیو دوه بې‌پیلوټه الوتکې لګېدلي

په مسکو کې د هغې ودانۍ مخې ته یو کس پلی روان دی چې ویل کېږي بې پیلوټه الوتکې برید کې زیانمنه شوې ده.

د روسیې چارواکي وایي چې دوه بې‌پيلوټه الوتکې په پلازمېنې مسکو کې پر ودانیو لګېدلي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې سهار وختي څلور بجې دغه الوتکې پر دوو ناهستوګنیزو ودانیو ولګېدې چې په خبره یې جدي زیانونه یا تلفات نه لري.

د رسنیو د راپور له مخې، د دغو بې‌پيلوټه الوتکو ټوټې د دفاع وزارت ودانۍ ته نږدې موندل شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت بیا ویلي چې دوه بې‌پيلوټه الوتکې په نښه او سقوط شوي او په خبره یې دا کار د اوکراین له خوا شوی دی، خو اوکراین تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته تر دې کېږي چې د اوکراین په اودیسې بندري ښار کې د روسیې یوه توغندیز برید ۱ تن وواژه او ۲۲ نور یې ټپیان کړل.