کرزي د اروپايي ټولنې شارژدافېرې سره د نجونو پر زده کړو او نورو مسایلو خبرې کړي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رافایلا یودیچه سره کتلي او د نجونو پر تعلیم او ځینو نورو مساییلو یې خبرې کړي.

د کرزي په ټوېټر په دې اړه په بیان کې راغلي چې کرزي د افغان نجونو د تعلیم مسئله وبلله او له اروپايي ټولنې یې وغوښتل چې د افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو د پوهنې د ودې لپاره جدي او هر اړخیزې مرستې وکړي.

هغه همدارنګه د د دغې اتحادیې د مرستو قدرداني کړې او له دغې اتحادیې سره یې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د طالبانو له واکمنۍ نږدې دوه کاله وروسته هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه نه ده ورکړل شوې او اته میاشتې کېږي چې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.