افغانستان کې سېلابونه؛ د ۳۰ تنو مړینه او ۷۴ نورو ټپي کیدل تایید شول

په میدان وردګ کې د سېلاب صحنه

د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، په تېرو درېیو ورځو کې په سېلابونو کې د مړو شمېر تر ۳۰ زیات شوی دی.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن کابل کې کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو سېلابونو له کبله ۳۱ کسان مړه، ۷۴ تنه ټپیان شوي او ۴۱ کسان لا هم تري تم دي.

ویل شوي په دغو سېلابونو کې تر ۲۵۰ زیات څاروي هم تلف شوي دي.

اټکل کېږي چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي.

د دغو ځاني زیانونو لویه برخه د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

ځایي خلکو، د دوی د ورکو شویو خپلوانو په موندلو کې مرسته غوښتې.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي، چې سر له نن څخه نیولې تر درېیو ورځو پورې د هېواد د سیندي حوزو په ځینو برخو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.