اوکراین: د روسیې تازه برید یو تن وژلی او ۱۹ نور ټپیان کړي

د بریدونو تازه سیمه

د اوکراین چارواکو نن یکشنبه ویلي، د اوکراین پر بندري ښار اودیسه نن سهار وختي د روسیې له خوا د میزاییلو په تازه برید کې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

دا برید د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د بېلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو تر کتنې څو ساعته مخکې شوې ده.

لوکاشینکو د پوتین عمده متحد ګڼل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، کرملین ویلي د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې په کې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ستراتیژیک شراکت او اتحاد بحثونه په پام کې دي.

دا وروسته له هغې چې لوکاشینکو د روسیې د اجیرو سرتېرو د شرکت واګنر د ډراماتیک بغاوت په ختمېدو کې مرسته وکړه، لومړی وار دی، چې دواړه ولسمشران سره وګوري.

د اودیسه محلي والي اولیګ کیپر په ټلګرام کې دا پر اودیسه د ده په ټکو د روسیې تروریستي حمله بللې ده.