د هند د ځمکې ښوېیدو تلفات ۲۷ تنو ته ورسېدل

د پېښې سیمه

د هند په مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدو په پېښه کې د مړو شمېر نن یکشنبه ۲۷ ته زیات شو.

چارواکي وايي لږ تر لږه ۵۰ کسان لا هم تري تم دي او له سختو اورښتونو سره- سره د ژغورنې ډلې خپل کار ته دوام ورکوي.

د ځمکې ښویېدنې پېښه تېره پنج شنبه د پشه کال تر اورښتونو وروسته شوې ده، چې په ریګاد ولسوالۍ کې یې یو کلی لاندې کړ.

په هند کې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې ډلې هڅه کوي تر خاورو لاندې راګیر پاتې شوي مړي ومومي.