د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا 'کافا' په سیالیو کې د ګډون په پار تاجکستان هېواد ته ولاړه.

فوټبال فدراسیون ویلي چې د جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه افغان لوبډله د ایران له مشهد ښار څخه د تاجکستان پلازمېنې ته رسېدلې ده.

یاد فدراسیون زیاتوي، د مرکزي اسیا د فوټسال سیالۍ به د جولای په ۲۳مه نېټه پيل شي چې افغانستان به له ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان سره سیالۍ ترسره کړي.