پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ اودیسه کې د چین پر کونسلګرۍ توغندی لګېدلی

د چین بیرغ

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اوکراین وضعیت له نژدې څاري.

دې وزارت وروسته تر دې دا خبره وکړه، چې د اوکراین په ادویسه کې د روسیې د توغندیو د برید په ترڅ کې د چین کونسلګري زیانمه شوه.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي د دې سوال په ځواب کې چې اوس به پر روسیې اعتراض وکړي که نه، وویل چې پیکنګ به له بیلابیلو لوریو سره په تماس کې وي او په اوکراین کې به د خپلو چینایانو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې نه سپموي.

په ادویسه کې د چین د کونسلګرۍ د زیانمنیدو خبر پرون په داسې وخت کې خپور شو، چې د دریمې ورځې په مخه روسیې په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د اوکراین مختلفې سیمې په نښه کړې دي.