د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن د نایجریا او کاناډا لوبه صفر د صفر په وړاندې مساوي شوه.
ټاکل شوې, چې نن په دوهمه لوبه کې, فلیپین له سویسزرلنډ سره او اسپانیا له کاستاریکا سره مخامخ شي.
پرون کوربه هیواد نیوزیلنډ د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې ناروې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې استرالیا د ایرلنډ ملي لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه.
د دې نړیوال جام لوبې به د یوې میاشتې په ترڅ کې په نیوزیلنډ او استرالیا کې تر سره شي.