اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوراکي امنیت لپاره ۷ میلیونه او ۶ سوه زره یورو مرسته اعلان کړه.
دې ټولنې پرون (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پیسې به د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د کروندګرو په ملاتړ او د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو ولګول شي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې دا پیسې به افغان ایډ موسسه او د هغې شریکان د دې جوګه کړي په خپلو پروګرامونو د کلیوالو مالي ستونزې حل کړي او له هغوی سره د کرنیزو مځکو او تولید په برخو کې ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د اروپايي اتحادیې د مرستې پروګرامونه په تخار، بدخشان، غور، جوزجان، سمنګان، دایکندي او بدخشان ولایتونو کې عملي شي.