د افغانستان مشهور شاعر واصف باختري له دې نړۍ سترګې پټې کړې

د واصف باختري یو انځور، چې د هغه د یوه مشهور اثر پر پښتۍ چاپ شوی

د افغانستان مشهور شاعر او د دري ژبې د اوسنیو ادبیاتو مخکښه څېره واصف باختري، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د نوموړي د مړینې خبر، د هغه لور منیژه باختري، پر خپلې فیسبوک پاڼې خپور کړی.

منیژې باختري د خپلې لیکنې په یوه برخه کې، د واصف باختري د ژوند د وروستیو ورځو په اړه لیکلي:« زموږ پلار، زموږ پیر ، زموږ عالم، زموږ ځان او زموږ جهان، تېره شپه له ابدیت سره یو ځای شو. د ژوند په وروستیو ورځو کې مو ورته شعرونه لوستل او رنځور لاسونه مو یې نازول ».

واصف باختري، د دري د ډېرو اوسنیو شاعرانو استاد ګڼل کیږي. هغه اوږده کلونه، د ځوانو شاعرانو یوه نسل ته په کابل کې د افغانستان د لیکوالو انجمن له ادرسه شعر لیکل ور وښودل او د ښه شعر پېژندلو او لیکلو په اړه یې اثار خپاره کړل.

باختري، له افغانستان څخه مهاجر شوی او په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کاوه.