عراق د سوېډن شارژدافیر له خپلې خاورې ووېست

بغداد کې د سوېډن سفارت مخه او ننني لاریونوال

عراق له سوېډن سره ډيپلوماتیکې اړېکې پرې او د دغه هېواد شارژدافیر یې له پلازمېنې بغداده ووېست.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا، د عراق صدر اعظم محمد شیاع السوداني نن دغه اعلان وروسته تر دې وکړ، چې دوو کسانو په سوېډن کې د بغداد سفارت ته نژدې د اسلام ضد اعتراض وکړ او یوه تن یې قرانکریم تر پښو لاندې کړ.

وېل کیږي، چې په سوېډن کې عراقي الاصله سوېډني سلوان مومیکا د دغه اعتراض پر مهال د عراق بیرغ او د عراق او ایران د مذهبي مشرانو مقتدا الصدر او ایت الله علي خامنه یي انځورونه هم تر پښو لاندې کړي دي.

تر دې وړاندې د لوی اختر په ورځ هم همدې سلوان مومیکا قرانکریم ته ورته سپکاوی کړی و او ځینو پاڼو ته یې اور ورته کړی و.

په بغداد کې نن سهار پاریدلي مظاهره چیان د سوېډن پر سفارت ورغلل او له برید وروسته یې د سفارت ودانۍ ته اور واچوه.