د هند په مهاراشترا کې د ځمکې ښویېدنې له کبله څلور کسان وژل شوي

ارشیف

د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور تر خاورو لاندې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د سختو او پرله‌پسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.

رسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ځمکې ښویېدنه د ممبۍ له ښار څخه شاوخوا شپېته کیلومتره لرې د هرشلوادي په غرنۍ سیمه کې د شپې په نیمايي کې رامنځته شوې ده.

د ژغورنې ډلو د لادرکه شویو کسانو لټون پیل کړی دی.

ویل کېږي چې سخت باران د ژغورنې او لټون عملیات ټکني کړي دي.

د هند بېلابېل ښارونه له څو ورځو راهیسې د سختو بارانونو شاهدان دي، چې له امله یې لارې بندې دي او تعلیمي مرکزونه هم تړل شوي.