کریملین: پوتین د بریکس سرمشریزه کې په انلاین توګه برخه اخلي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

جنوبي افریقا اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د ملګرو ملتونو د جنایي محکمې یا 'آی سي سي' له لورې د هغه د نیولو امر شوی دی، د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون لپاره جهانزبرګ ته سفر نه کوي.

کرملین پرون وویل چې په بریکس یا د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو د بلاک په سرمشریزه کې به د روسیې ولسمشر په انلاین توګه برخه واخلي.

په بریکس کې برازیل، روسیه، هند، جنوبي افریقا او چین شامل دي.

دا بلاک په ۲۰۱۹م کال کې جوړ شو.

'آی سي سي' په مارچ کې وروسته تر دې د ولسمشر پوتین او د ماشومانو په برخه کې د هغه د کمېشنرې ماریا بیلووا د نیولو امر وکړ چې دوی یې له اوکراین څخه روسیې ته په زوره د اوکرایني ماشومانو په بیولو تورن کړل.

جنوبي افریقا د 'آی سي سي' غړیتوب لري.

د بریکس سرمشریزه د اګست له دوه ویشتمې تر څلورویشتمې د جنوبي افریقا په پلازمېنه جهانزبرګ کې ترسره کېږي.