امریکا له اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه

د امریکا دفاع وزارت

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه.

د امریکا دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې په دې به اوکراین ته هوایي مدافع، د ټانک ضد توغندي، ډرون الوتکې او نور پوځي وسایط او مهمات چمتو شي.

بیان زیاتوي چې واشنګټن به له خپلو شریکانو او متحدانو سره هڅه وکړي چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین اوسنۍ اړتیاوي او د اوږدې مودې په مخه ضرورتونه بشپړ کړي.