په پیرو کې یوې درې ته د موټر د لوېدو له کبله ۱۲ کسان مړه شوي

ارشیف

په پیرو کې پرون سې شنبه لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او تر پنځلسو زیات نور هغه وخت ټپیان شول، چې په یوه لیرې پرته سیمه کې یو بس موټر یوې درې ته ولوېد.

د فیتځ کارالد ولایت ښاروال کارولس اویولا د 'آر پي پي' په نوم راډیو ته ویلي، په پېښه کې ۱۲ کسان مړه او تر ۱۵ زیات نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه پرون ماسپښن هغه وخت وشوه، یو بس چې تر حد زیات کسان په کې وو، سل متره ژورې درې ته نسکور شو.

دغه بس له یاویوا څخه د پیرو پلازمېنې لیما ته روان و.

د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.