په بریتانیا کې د دېره افغانانو د بې‌کوره پاتې کېدو خبرداری ورکړل شوی

د لندن ښار یوه څنډه

بریتانیا خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې دېره افغان کډوال ښايي بې کوره پاتې شي.

د بریتانیا حکومت مخکې تایید کړې وه چې افغان کډوالو ته یې پخوا هم خبرداری ورکړی و، چې د روانې جولای میاشتې ترپایه له موقتي استوګنځایونو ووځي.

د بریتانیا حکومت هغو زرګونه افغانانو ته چې نږدې دوه کاله مخکې دې هېواد ته کډه شول د سیاسي پناه د ورکولو ژمنه وکړه.

ډېری دا افغانان لا هم په هوټلونو کې اوسېږي، خو پرون د کابینې د دفتر وزیر جاني میرسیر پارلمان ته وویل، معلومه نه ده چې ولې دا افغانان چې بریتانیا راوستي دي، د حکومت له ملاتړ پرته ژوند نه شي کولای.

میرسیر وویل، حکومت غواړي دا افغانان په خپلو پښو ودرېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه زره افغانان چې ځانونه یې خوندي نه احساسول بریتانیا، متحدوایالتونو او د لوېدیځ نورو هېوادونو ته کډه شول.